نیمروز او پکتیا کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول
د نیمروز او پکتیا ولایتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه ته د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه څلور تنه یې د نیمروز د زرنج ښار له اړوند سیمو څخه د یو شمېر تریاکو او هیروینو د پلور او یو تن د پکتیا ولایت له اریوب ځاځیو ولسوالۍ څخه د لسو کیلو ګرامه چرسو د لېږد په تړاو نیول شوي دي.
پکتیا کې یاد کس نشه يي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې خوست ولایت ته یې ولېږدوي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.