نيمروز ولايت کې به د دوښمن پر وړاندې عمليات لا ګړندي او اغېزناک شي

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۲۰:۸
6

د کورنيو چارو سرپرست وزير جنرال عبدالستار میرزکوال نن ماښام د نيمروز ولايت له نوي ټاکل شوي والي عبدالکريم براهوي او په ولسي جرګه کې د ياد ولايت له استازي ګل احمد نورزاد سره  د دې ولايت د امنيتي وضعيت په هکله ناسته ترسره کړه.  
د کورنيو چارو سرپرست وزير په دې ليدنه کې د نيمروز ولايت د امنيتي وضعيت د مديريت لپاره د جدي تدابيرو او منظم پلان د شتون ډاډ ورکړ.
والي عبدالکريم براهوي د کورنيو چارو سرپرست وزير له پاملرنې څخه د مننې تر څنګ د ولايتي ادارې له لوري د بشپړې همغږۍ ډاډ ورکړ او هيله يې وښوده چې د اړونده ارګانونو او ولسي همکارۍ پر مټ به امنيتي پلان لا منظم تطبيق شي.
د ولسي جرګې استازي ګل احمد نورزاد هم د نيمروز د ولسونو په استازيتوب د نظام په ننګه د ولس انګېزه او انسجام يو فرصت وباله، تر څو د دوښمن پر وړاندې لا بريالي ګامونه پورته شي.