نورستان کې څه باندې ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول.
د نورستان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو ۵۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي چې په موټر کې د سبزیو په منځ کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ضبط کړل.
یاد چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېټ له ډوله دي، چې په ۵۵ بوریو کې ځای پر ځای شوي وو او لېږدوونکو یې غوښتل چې د نورستان مرکز پارون ښار ته يې دننه کړي، چې د نورستان ولایت د امنیه قومندانۍ د پولیسو له خوا کشف او ضبط شول.
پولیسو د دې چاودېدونکو توکو په تړاو دوه تنه نیولي دي.