نن ۱۶۷ لوسته او مسلکي ښځینه پولیس د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې په دنده وګمارل شوې.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۹:۳۸
d

دا ښځینه پولیسې د ترکیې هېواد په سیواس اکاډمۍ کې د شپږ میاشتنیو مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د غوايي په اومه هېواد ته ستنې شوې او نن د کورنیو چارو وزارت له خوا په مرکز او د هېواد د پولیسو په بېلابېلو مرکزونو کې په دنده وګمارل شوې.
 کورنیو چارو وزارت د خپل پلان او ستراتېژۍ پر بنسټ د دې په لټه کې دی؛ ترڅو د ملي پولیسو په لیکو کې د ښځو ونډه زیاته او د دوی لپاره مصوون کاري چاپېریال رامنځته کړي.