ننګرهار کې ۶۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۶۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
پولیسو یاد نشه يي توکي د سرخرود ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیولي، چې په یو عراده ټونېس موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
د یادې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی او نیول شوي کس غوښتل چې نشه يي توکي له کابل څخه ننګرهار ته ولېږدوي.