ننګرهار کې ۵۱ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت په خېوې ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۵۱ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد چاودېدونکي توکي د المونیم نایترېت له ډوله دي چې له ۱۷۴ بستو ثانیه سوز فلیتو سره یو ځای ضبط شوي دي.