ننګرهار کې ۱۷ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۹:۳۵
ض

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې ۱۷ کیلو ګرامه نشه يي توکي د هیرویینو له ډوله کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي په یو عراده سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د قاچاق په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.