ننګرهار کې ۱۷۷ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۳ - ۱۰:۴۷
ش

تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۷۷ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو او تریاکو له ډوله کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي په سرخرود او بهسود ولسوالیو کې د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې کشف او ضبط شوي، چې ۱۴۹ کیلو ګرامه تریاک او ۲۸ کیلو ګرامه چرس په کې شامل دي.
نشه يي توکي په یو عراده کرولا او یو زرنج کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.