ننګرهار کې یو کس د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شو.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسلو او د نشه يي توکو یو قاچاقبر نیولی دی.
له یاد کس څخه یو میل وسله او مهمات یې، ۳۰۰ قطعې د ټاکنو د رایې کارتونه، ۱۱ کڅوړې نشه يي توکي او دوه جوړې پلېټ نمبرونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.