ننګرهار کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۰ - ۱۴:۱۶
1

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار په ثمر خېلو سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
له یاد کس څخه شپږ کیلوګرامه هیرویین هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شوي کس دوسیه تر لومړنیو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.