ننګرهار کې یو ماین خښوونکی ونیول شو.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۱ - ۱۰:۱۷
ل

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د جلال اباد ښار اړوند کابل هډې بړوک سیمه کې یو ماین خښوونکی نیولی دی.
یاد کس له موټر څخه په ګټې اخیستنې غوښتل د پولیسو پر موټرو لاسي بمونه وغورځوي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ونیول شو.
نیول شوي کس جلال اباد ښار کې په بېلابېلو ماین خښونو کې لاس درلود.