ننګرهار کې یو قاتل ونیول شو.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۱۰:۰
ق

تېر ماښام د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو قاتل نیولی دی.
یاد کس د دوهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د دې سیمې یو مېشتی په ډزو وژلی او غوښتل یې چې له سیمې وتښتي، خو له تښتې مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا له رېکشا سره یې یو ځای نیول شوی دی.