ننګرهار کې پولیسو ۸۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي او چاودېدونکي توکي نیولي

farhadi-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۱ - ۱۱:۲۶
d


د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې، د ملي پولیسو د پلټنو په ترڅ کې ۸۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله چې په دوه موټرو کې ځای پر ځای شوي وو؛ کشف او ضبط کړل. د یادې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.
له دې سره؛ د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د پولیسو د تېرو څلور ویشتو ساعتونو د عملیاتو په لړ کې یو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم نیول شوي.
په نیول شویو وسلو او چاودېدونکو توکو کې اووه زره فیره ګولۍ، اته قبضې لاسي بمونه او یو شمېر وسلې نیول شوې دي.