ننګرهار کې د پولیسو له خوا ۴۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شول

farhadi-moi
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۱ - ۱۱:۱۷
moi


د ننګرهار ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د دې ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې، د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۴۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط کړل.
نیول شویو نشه يي توکو کې ۱۴ کیلو ګرامه هیرویین، ۲۸ کیلو ګرامه چرس او درې کیلو ګرامه کېمیاوي توکي چې په یو سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو؛ شامل دي.
د دې قضیې په تور یو تن نیول شوی دی.