ننګرهار کې د پولیسو له خوا لس کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۵ - ۱۰:۰
moi

د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو، د دې ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې؛ لس کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط کړل.
نیول شوي مخدره توکي په یو سراچه موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو؛ چې اووه کیلو ګرامه یې هیرویین او درې کیلو ګرامه یې د شیشه له ډوله دي. د دې قضیې په تور دوه تنه نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ فراه ولایت کې هم یو تن د مخدره توکو د پلور په تور نیول شوی دی.
نیول شوي کس په روږدو کسانو مخدره توکي پلورل او د نیول کېدو پر مهال ترې ۶۲۵ ګرامه مخدره توکي او ۵۰۰ فیره مرمۍ نیول شوې دي.
له دې سره؛ خوست کې هم یو تن د مخدره توکو له ۵۵ پوړیو سره چې په یو سراچه ډوله موټر کې یې ځای پر ځای کړې وې؛ نیول شوی دی.