ننګرهار کې د وژنې او غلا په تړاو څلور تنه ونیول شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۹:۳۲
ر

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو څلور تنه د وژنې او غلا په تړاو نیولي دي.
یو تن چې څو ورځې وړاندې یې په جلال اباد ښار کې په یوه کور کې یو ځوان وژلی و، تر نیول کېدو وروسته یې خپل جرم منلی دی.
همداراز درې تنه نور په بېلابېلو سیمو کې د درملو، کرولا موټر او له یو کوره د غلا په تور نیول شوي دي.
یادو کسانو خپل جرمونه منلي دي.