ننګرهار کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر ونیول شو.

تېره ورځ د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو، د دې ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه يي توکو یو قاچاقبر نیولی دی.
نیول شوي کس شپږ کیلو ګرامه نشه يي توکي په یو سراچه موټر کې ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا ونیول شو.