ننګرهار کې د نشه يي توکو پر وړاندې قاچاقبرانو د نښتې په ترڅ کې یو قاچاقبر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲۹
1

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې د پولیسو او قاچاقبرانو تر منځ د نښتې له امله د نشه يي توکو یو قاچاقبر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
له یادو قاچاقبرانو څخه یوه قبضه تومانچه، یو قبضه لاسي بم، یو اندازه سپکې وسلې او همدارنګه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.