ننګرهار کې د ترهګرو طالبانو د نشه‌يي توکو د پروسېس کارخونه له منځه یوړل شوه

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۱۴:۲۶
1

وړمه شپه له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په "شډل" کلي کې ځینې ګډ هدف‌مند عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د نشه‌يي توکو د پروسېس یوه کارخونه له یو زیات شمېر نشه‌يي توکو سره کشف او له منځه وړل شوې ده.
د نشه‌يي توکو له یادې کارخونې څخه نږدې ۲۰۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي چې ۱۷۰۰ کیلوګرامه پروسېس شوي چرس، ۱۵۰ کیلوګرامه کېمیاوي توکي د کاربن له ډوله، ۱۲۰ لیتره اوبلن مورفین او د نشه‌يي توکو کارخونې ته اړوند د نشه‌يي توکي یو شمېر تجهیزات هم په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د قانون له مخې ضبط شوي نشه‌‌يي توکي له ‌نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو له‌‌خوا د عملیاتو په سیمه کې سوځول شوي دي.