ننګرهار کې درې تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په مهمند درې ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
نیول شوي تورن عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.