ننګرهار کې درې تنه د نشه کوونکو تابلېتونو او هیرویینو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت په اړوند سیمو کې د دوه جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه کوونکو تابلېتونو او هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ په تورخم ښارګوټي کې یو کس له ۵۵۵۷ قرصه "کا" نشه کوونکو تابلېتونو سره چې په یو عراده بار وړونکي "هینو" ډوله موټر کې يې د قاچاق په موخه ځای پر ځای کړي وو او همدارنګه د ننګرهار ولایت په اړوند سیمو کې دوه تنه نور له څه باندې ۱۲ کیلوګرامه هیرویینو، یو میل کلاشینکوف وسلې او یوې قبضې تفنګچې سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.