ننګرهار کې درې تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیول شوي.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو درې تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
یاد غیرمسووله وسله وال تېره ورځ د جلال اباد ښار له اتمې حوزې له دوه میله کلاشینکوفونو، شپږ عدده شاجورونو او یو عراده موټر سره نیول شوي دي.