ننګرهار کې؛ پولیسو ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۳:۲۰
سبلیلسی
د ننګرهار امنیې قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې ۲۰ تنه د نشه یي توکو پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي چې د نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. پولیسو له نیول شوو کسانو ۱۵ کیلو ګرامه شیشه، یوه اندازه چرس او نشه يي ګولۍ هم ترلاسه کړي دي.