ننګرهار کې؛ پولیسو نږدې ۸۰۰ کیلو چرس موندلي او ۷ تنه نیولي دي

د ننګرهار نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په نازیانو ولسوالۍ کې ۶۹۴ کیلو ګرامه چرس او ۲ کیلو ګرامه شیشه موندلې ده.
همداراز یادو منسوبینو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د ۷۲ کیلو ګرامه چرسو او یوه اندازه شیشې په تړاو ۷ تنه نیولي دي.