ننګرهار ولایت کې د پولیسو له خوا ۴۰۰ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول
د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو، تېره شپه د دوو عملیاتو په ترڅ کې ۳۹۵ کیلو ګرامه مخدره توکي د چرسو له ډوله؛ چې په دوو موټرو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیې د سرخرود ولسوالۍ له اړوند سیمې کشف او ضبط کړل.
د یادولو ده؛ چې د دې پېښې په تړاو د پولیسو له خوا دوه تنه نیول شوي دي.