نشه یي توکو سره د مبارزې پولیس؛ ۱۳۷ جریبه کوکنار له منځه وړل شوي

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په زابل، بغلان، بلخ، ننګرهار، دایکندي او ارزګان ولایتونو کې په ۱۳۷ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.
له منځه یې، ۴۴ جریبه د زابل ولایت په کلات ښار او شینکي ولسوالۍ، ۵۵ جریبه په مرکزي بغلان، ۲۰ جریبه د بلخ په کشنده، دولت اباد، بلخ چهار بولک او چمتال ولسوالیو، لس جریبه د ننګرهار په هسکه مېنه او مومندرې ولسوالۍ، څلور نیم جریبه په دایکندي ولایت او یو جریب د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې له منځه وړل شوي دي.