میمنې ښار کې د غلو یوه ډله ونیول شوه او له موټرسایکلونو لوړغږي سلینسرونه ټول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۱:۵۸
asdfasf

د فاریاب ولایت د امنیې قومانداني د درېیمې امنیتي حوزې منسوبینو د یوه کشفي عملیات په ترڅ کې د غلو یوه ډله ونیوله.
دغو کسانو د میمنې ښار د نهمې ناحیې د هوایي ډګر په مربوطاتو  کې له یوه کور څخه ۳ سیټه مبایلونه، ۵۵ زره افغانۍ او دوه دانې د سرو زرو کړۍ غلا کړې وې.
له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر غلا شوي جنسونه ترلاسه شوي او د قضیې د نورو اړخونو د روښانولو او د دوسیې د بشپړولو لپاره نورې څېړنې روانې دي.
بلخوا د ښاري نظم د تامین، د غږیزې ککړتیا او جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو د هڅو په دوام، د فاریاب د امنیې قومانداني د عبور او مرور شرطې مدیریت د لومړۍ امنیتي حوزې له منسوبینو سره په همکارۍ، په میمنې ښار کې له موټرسایکلونو څخه یو شمېر لوړغږ لرونکي او غیرمعیاري سلینسرونه ټول کړل.