مولوي عبدالعلي قدرت الله پروان ته د نوي والي په توګه ور وپېژندل شو

ښاغلی قدرت الله د يوې غونډې په ترڅ کې، چې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په ګډون پکې ګڼ شمېر نظامي او ملکي مسؤلينو، ولايتي چارواکو او قومي مخورو برخه اخیستې وه د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس مولوي زين الله عابر له لورې ياد ولايت ته د نوي والي په توګه ور وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس مولوی زین الله عابر د یاد ولایت د پخواني والي مولوي عبیدالله امین زاده چارې وستایلې او د پروان له ولسونو یې وغوښتل، چې له نوي ټاکل شوي والي سره همکار واوسي.
په همدې حال کې د پروان ولايت نوي ټاکل شوي والي مولوي عبدالعلي قدرت الله هم د يو مسلمان د مسووليت او په نظام کې د مسووليت د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې ورسپارلی مسؤلیت امتیاز نه بلکې د خدمت کولو لوی امانت دی.