مولوي شیراحمد روحاني د ولسي پولیسو او ۱۱۹ د رئیس په توګه معرفي شو
مولوي شیراحمد روحاني د ولسي پولیسو او ۱۱۹ د رئیس په توګه، د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس مولوي عبدالحکیم همت آخندزاده له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
د معرفت مراسم د ولسي پولیسو او ۱۱۹ ریاست په دفتر کې ترسره شول، چې پکې د عامه اړیکو لوی ریاست مرستیال، مسؤلین او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون درلود.
په دې مراسمو کې مولوي عبدالحکیم همت آخندزاده تغیر او تبدیل د نظام یو اصل وباله او د چارو په پرمخ وړلو کې یې پر اطاعت او همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د پولیسو ۱۱۹ شمېره نه یوازې یوه شمېره، بلکې د خلکو او پولیسو ترمنځ یو مهم ارتباطي پل وباله او د جرمونو په کشف او د بېلابېلو جرایمو پر وړاندې مبارزه کې یې رول حیاتي یاد کړ.
هغه همدارنګه د ولسي پولیسو ریاست د خلکو او پولیسو ترمنځ د همغږۍ د تأمین لپاره یو مهم جوړښت وباله او زیاته یې کړه چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د شوراګانو جوړول کولای شي د امنیت په تأمین او د جرمونو په مخنیوي کې اغېزناک رول ولوبوي.