مل پاسوال خوشحال سعادت د ننګرهار ولایت د ځوانانو له ملي شورا ټولنې سره وکتل

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۸:۳۳
2

نن د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت د ننګرهار ولایت د ځوانانو ملي شورا ټولنې له استازو او غړو سره کتلي دي.

د ننګرهار ولایت د ځوانانو ملي شورا ټولنې په کورنیو چارو وزارت کې د وروستيو اصلاحاتو او د رهبرۍ له سالم مدیریت څخه خوښي څرګنده کړه او د کورنیو چارو وزارت له امنیتي معین څخه یې مننه وکړه، چې د ملي پولیسو حقوقو ته د پاملرنې، د غیرې مسووله وسله والو ډلو خلع سلاح، د غاصبینو د نیولو، د قانون پلي کولو، د اداري فساد د مخنیوي او د اصلاحاتو د رامنځته کولو په برخه کې یې بې درېغه هڅې پیل کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت له ملي پولیسو څخه د ځوانانو له ملاتړه مننه وکړه او ویې ویل، چې اوسمهال پولیس په قوي ارادې، لوړې انګېزې او غوڅ دریځ له خپلو خلکو او خاروې ساتنه او پالنه کوي.

ښاغلي سعادت د ننګرهار ولایت د ځوانانو ملي شورا ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې پولیس به په هر ډول شرایطو کې د امنیت ساتنې په برخه کې تیار وي او پدې برخه کې به په مسلکي او پرمختللو وړتیاوو سمبال وي.

د غونډې په پای کې د ننګرهار ولایت د ځوانانو ملي شورا غړو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو قومندان ته د ښه خدمتونو، اصلاحاتو او وروستیو لاسته راوړنو له امله د اعزاز لونګۍ ور په سر کړې.