مسوولینو ته د پولیسو د شهیدانو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې او د یادو ځواکونو د معلولینو د حقوقو د ورکړې په پار هدایت ورکړل شو

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۳۰ - ۱۵:۴۹
7

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د خپلو اونیزو کتنو په لړ کې نن له غرمې مخکې د پولیسو د شهیدانو له کورنیو او معلولینو سره وکتل او د نورو ستونزو تر څنګ یې د دوی د حقوقو او امتیازاتو د ورکړې ستونزې واورېدې.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د اړونده برخو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، څو د یادو منسوبینو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې جدي اقدام ترسره او پایله یې له نوموړي سره شریکه کړي. 
ښاغلي حیات ټینګار وکړ چې د پولیسو منسوبینو، د شهیدانو کورنیو او معلولینو ستونزو ته رسېدنه د نوموړي کاري لومړیتوبونه دي او په یادو برخو کې هېڅ ډول ناغېړي نه مني. 
د یادونې وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پولیسو د شهیدانو له کورنیو، معلولینو او منسوبینو سره په دوامداره توګه د هرې اونۍ په پنجشنبې ورځو کې ګوري او د نوموړي په لارښوونه د ولایتونو امنیه قوماندانان هم مکلف دي څو دا ډول غونډې جوړې او د پولیسو منسوبینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.