مسعود اندرابي: طالبانو غوښتل کندهار او هلمند سقوط کړي، چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د درنې مرګ ژوبلې د وراړولو سربېره، پر شا تمبولي

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۴:۴۷
خبر

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت د حساب ورکونې په برنامه کې، د کورنیو چارو وزارت د تېر کال د لاسته راوړنو او ننګونو په تړاو راپور وړاندې کړ.
ملت ته د دولت د حساب ورکولو په برنامه کې د کورنیو چارو د وزیر سربېره، د یادو وزارت د پالیسي او ستراتېژي، د ښوونې او پرسونل او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینانو او همدارنګه یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزیر په دې غونډه کې وویل، چې د تېر کال په لړ کې افغان حکومت او ملت تمه درلوده، څو طالبان د سولې د روانو خبرو له لارې جګړې ته د پای ټکی کېږي او د تلپاتې اوربند له پاره زمنیه برابره کړي؛ خو دوی د ولس غوښتنو ته هېڅ ډول اعتنا ونه کړه او لا یې په جګړو او د تاوتریخوالي پر زیاتېدو لاس پورې کړ.
محمدمسعود اندرابي څرګنده کړه، چې طالبانو په دې وروستیو کې د کندهار او هلمند ولایتونو په اړوند سیمو کې د تېر په پرتله خپلو بریدونو ته شدت ورکړی او تمه یې درلوده څو یاد ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او له امله یې یوازې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې څه باندې ۶۰۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ګڼ بریدونه یې شنډ شوي دي.
ښاغلي اندرابي په دې وروستیو کې د نښلېدونکو ماینونو او موخه‌ییزو وژنو په اړه هم زیاته کړه، چې طالبانو غوښتل د سولې په روانو خبرو کې د لا زیاتې امتیاز اخیستنې او همداراز په ولایتونو او ښارونو کې د نظام او جمهوریت پر وړاندې د خلکو د راپارولو په پار له نرمې جګړه‌ييزې کړنلارې ګټنه وکړي او ورځ تر بلې یې د دیني عالمانو، د مدني ټولنې د استازو او خبریالانو پر وژنې لاس پورې کاوه؛ چې په وروستیو کې اونیو کې امنیتي ځواکونو د نښلېدونکو ماینونو د جوړوونکو او کاروونکو څه باندې ۴۰۰ لویې او کوچنۍ ترورېستي شبکې نیولي دي. 
ملت ته د دولت د حساب ورکولو په برنامه کې د کورنیو چارو وزیر د سږني کال د ژمنو د تطبیق په اړه هم یادونه وکړه او ویې ویل، چې د راتلونکو پولیسو برنامه تصوب شوې او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه کوښښ کوي، څو پولیس خپلې اصلي دندې ته چې د عامه امن ټینګښت، د قانون تنفیذ او له جګړې لاس په سر کېدل دي، سوق کړي او په همدې موخه یې د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې ۵۰۰۰ خدمتي پولیس هم خپلو دندو ته راګرځولي دي.
محمدمسعود اندرابي د ملي پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د تشکیل په اړه څرګنده کړه، چې د مسلکي او د ننني عصر په ځانګړتیاو د سمبالو ښځینه پولیسو شمېر به ۱۰ زور تنو ته لوړ کړي او د کورنیو چارو وزارت رهبري کوښښ کوي څو د رهبري په منځنیو او لوړو پوړونو کې د ښځینه پولیسو نقش لا برجسته کړي.
مسعود اندرابي په کورنیو چارو وزارت کې د تېر کال په لړ کې د رامنځته شویو اصلاحاتو په تړاو هم معلومات ورکړل او ویې ویل، چې له شویو ژمنو سره سم په کورنیو چارو وزارت کې د عامه خدمتونو د مرکز سربېره، د پولیسو د پېژنتون خدماتو مرکز هم جوړ شوی، چې د پولیسو کادرې چارو ته به بې له ځنډه او پر وخت رسېدنه کېږي.
ښاغلي اندرابي په کورنیو چارو وزارت کې تر درېیو راتلونکو اونیو د یوه نوي سیستم (دولت او خلک/G2C) د جوړونې زېری هم ورکړ او زیاته کړه، چې د دې سیستم پر بنسټ به د کورنیو چارو وزارت د عامه خدمتونو ځینې فورمې په انلاین ډول شي، چې هېوادوال وکولای شي د عدم مسوولیت، د ترافیکو د لیسنس او ... فورمې په برېښنايي توګه ترلاسه کړي او د دې سربېره به تر راتلونکو درېیو کلونو د کورنیو چارو وزارت ډېری برخې ډیجیټالي شي.
 د کورنیو چارو وزیر په هېواد کې د جنايي جرمونو د څرنګوالي په اړه هم وویل، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې ۱۶۲۸۷ پېښې ترسره شوې، چې په تړاو یې ۲۱۳۶۹ کسان نیول شوي دي او په دې برخه کې لا پرمختګ په پار ورځ تر بلې ګړندۍ هڅې روانې دي.
محمدمسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د تېرو اتو کلونو د مالي حسابونو او پورونو د ۵۵٪ سلنې چارو د بشپرېدو خبر هم ورکړ او ویې ویل، چې تر راتلونکي کاله به د دې موضوع ګراف صفر شي او په دې برخه کې رغنده هڅې روانې دي.