مدني ټولنو د کابل امنیتي ټیم د ټاکنو د امنیت ساتنې له امله وستایو.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۸:۳۳
ق

تېر مازدیګر د مدني ټولنو غړو د کابل امنیتي ټیم د ټولو افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو په استازولۍ چې د ټاکنو د امنیت ساتنې په برخه کې ېې خپله وړتیا ښودلې وه او دا لړۍ یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوه، وستایو.
پدې غونډه کې مدني فعالانو د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیس چې د ټاکنو د امنیت ساتنې په برخه کې یې شپه ورځني زحمتونه ګاللي وو، مننه او درناوی وکړ.
دوی زیاته کړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ځانګړې توګه د کابل پولیسو د هڅو له امله یې ټاکنې د امن په فضا کې ترسره کړې.
په همدې حال کې د کابل ولایت امنیه قومندان له پولیسو سره د مدني فعالانو، ګذر وکیلانو، متنفذینو او سپن ږیرو له همکارۍ مننه وکړه او د پولیسو او خلکو ترمنځ يې د واټن په لرې کولو او د همکارۍ ریښو په نږدیوالي ټینګار وکړ.