مخابره او معلوماتي ټيکنالوژي د یو نظام د عصبي سیستم حیثیت لري او یاد سیستم باید په هر حال کې فعال وي.
دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي له خوا د یاد معینیت د درستیزوال او د مخابرې ریاست د نویو ټاکل شوو رئیسانو د پېژندې پرمهال وکړې.
ښاغلي ابراهیمي وویل، دا چې په امنیتي ارګانونو کې مخابره او معلوماتي ټيکنالوژي عصبي سیستم بلل کیږي نو زه هیله مند یم چې د یاد ریاست باظرفیته کدرونه د خپلو سیستمونو په لا عصري کولو کې د پام وړ کار وکړي څو عصبي سیستم مو لا ځواب ویوونکی او په هر حال او هر وخت کې فعال وي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د یاد معینیت درستیزوال پاسوال عبدالفتاح فروغ او د مخابرې او معلوماتي ټیکنالوژۍ رئیس مل پاسوال میرعبدالفرید همکار ته چې په تازه ګۍ سره د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ نوي ټاکل شوي وو، مبارکي وویله زیاته یې کړه،"دا چې په دندو کې ټاکنې او بدلونونه اړین دي نو د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي دا لازمه وبلله چې پاسوال عبدالفتاح فروغ د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معینیت د درستیزوال په توګه او مل پاسوال میرعبدالفرید همکار د مخابرې او معلوماتي ټیکنالوژۍ د رئیس په توګه وټاکل شي، زه هیله مند یم چې یاد نوي ټاکل شوي رئیسان به، په خپلو کارونو کې د لا نورو بریالیتوبونو په موخه ګامونه پورته کړي او د خپلو شته تجربو له مخې به خپلو ولسونو ته د خدمت جوګه شي."
وروسته د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معینیت درستیزوال او د مخابرې او معلوماتي ټيکنالوژۍ نویو ټاکل شوو رئیسانو د ولسمشر او وسله وال پوځ اعلی سر قومندان او د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه چې دا لوی مسوولیت یې دوی ته وروسپاره.
دوی ژمنه وکړه چې د خپلو شته کاري تجربو له مخې به د ډاډمن امنیت په ټینګښت کې پراخې هلې ځلې وکړي او د خپل ټول وس او توان له مخې به خپلو ولسونو ته کار وکړي.
د دې تر څنګ سمونمل زرمینه د مل پاسوالۍ په بست کې د ښځینه پولیسو د روزنیز مرکز د قومندانې په توګه نن د پالیسي او ستراتېژۍ د معینې حسنا جلیل له خوا د اړوند ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شوه.
او همداراز د ولسي پولیسو نوی رییس سمونوال محمد مصطفی د پالیسي او ستراتېژۍ معینیت د مرستیال پاسوال شاه ولي صافي او د مقام دفتر د رییس رحیم الله برهاني له خوا نن د دې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.