لښکرګاه ښار کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په حاجي عبدالله کلي کې په هوايي عملیاتو کې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
په دې هوايي برید کې د ترهګرو د وژل کېدو سربېره د دوی یو میل پیکا، یو قبضه توغندی غورځوونکی او نهه میله کلاشینکوفونه له منځه وړل شوي دي.
د لښکرګاه ښار په ناامنو سیمو کې د هېواد د ملي امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو چاڼیز عملیات په جدي توګه دوام لري.