لوګر کې ۶۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۱۴:۴۷

تېره شپه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په چوترې، ببوړو او خروټو سیمو کې ترهګرو طالبانو د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ګدو ځمکنيو او هوايي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښتو کې ۴۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د یادونې وړ ده چې د نښتې په لړ کې یو ملي پولیس شهید شوی او اته نور ټپیان دي.