لوګر کې ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او ضبط شول.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په سرخ آب کلي کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۲ کړۍ ماینونه او یو شمېر تجهیزات چې د ماین جوړونې په برخه کې ترې ګټنه کېږي، کشف او ضبط شوي دي.
همداراز په دې عملیاتو کې ۵۰۰ ډزه بېلابېلې ګولۍ او یو شمېر مصنوعي وېښته چې ترهګرو طالبانو د څېرې د بدلولو لپاره ترې ګټه اخیسته، د پولیسو لاسته ورغلي دي.