لوګر کې څلور ترهګر چې د هدفي وژنو قصد یې درلود، وژل شوي او ټپیان دي
نن غرمه مهال څلور ترهګر چې غوښتل یې امنیتي او دفاعي ځواکونه ترور کړي، د پولیسو لخوا پېژندل شوي او په ترڅ کې یې یو ترهګر وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه؛ یادو ترهګرو د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ګڼو بریدونو په طراحي کې لاس درلود، چې د پولیسو تر څار لاندې وو او نن له منځه یوړل شول.