لوګر کې د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۴:۳۵
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
له یادو کسانو څخه یو ډز راکټ غورځوونکی، دوه میله کلاشینکوفونه، دوه قبضې تفنګچې، یو ډز بمب غورځوونکې ګولۍ، یو اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
هېره دې نه وي، چې په دې عملیاتو کې پولیسو او د سیمې خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.
همدارنګه؛ دې ځواکونو د کابل – ننګرهار د لارې پر مسیر د یوه بل عملیات په پایله کې هم یو ضرب هاوان او دوه میله وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.