لوګر ولایت کې ۹ ترهګر طالبان ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له کومانډو او هوايي ځواکونو سره یو ځای د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په "دهنو او لشکرخېل" کلیو کې د ترهګرو طالبانو له بریدونو د مخنیوي په پار یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو نهه کسیزه ډله نیولې ده.
دې ډلې غوښتل چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې یو تهاجمي برید سازماندهي کړي.
د دې عملیاتو په لړ کې د یادې ډلې د نیول کېدو سربېره؛ ګڼ کلي هم د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
همداراز؛ ۱۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، یو ډز بي. اېم. یک او دوه کړۍ ماینونه هم ترلاسه شوي دي.