لوګر او ننګرهار کې دوه تنه د وسلو د مهماتو او نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۱:۱۹
۶

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې د دوه جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د وسلو د مهماتو او نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دی.
له دې ډلې؛ د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې یو کس د مهماتو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی. یاد کس غوښتل چې له زرنج ډوله موټرسایکل څخه په استفادې د کلاشینکوف ۱۰۳۰۰ ډزه ګولۍ، د ام شپاړلس ۷۸۰ ډزه ګولۍ، د ام شپاړلس ۱۲۶ عدده شاجورونه او همدارنګه د تومانچې ۵ عدده شاجورونه کابل ته قاچاق کړي.
همدارنګه؛ ننګرهار کې بیا یو کس د څه باندې شپږ کیلوګرامه هیرویینو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.