له چاودېدونکو توکو یوه ډکه زرنج ډوله واسطه کشف او شنډ شوه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۱:۳۷
7

کابل پولیسو نن سهار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې له چاودېدونکو توکو یوه ډکه زرنج ډوله واسطه کشف او شنډ کړې ده.
یاده واسطه د کابل ښار په قمبر څلور لارې سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای شوې وه.
پولیسو د دې واسطې په کشف او شنډ سره له یوې لویې ترورېستي پېښې مخنیوی کړی دی.