له دې وروسته په اونۍ کې یو ځل د کورنیو چارو وزارت رهبري په مستقیم ډول د پولیسو له منسوبینو سره لیدنه او ستونزو ته یې رسیدګي کوي.

نن له غرمې وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي د ملي پولیسو له منسوبینو سره د یاد وزارت په انګړ کې ولیدل او ویې ویل، چې له دې وروسته به د ملي پولیسو منسوبینو ستونزو ته پر وخت او بې له کوم ځنډه رسیدګي کېږي او په اونۍ کې یو ځل کولای شي چې د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ سره په مستقیم ډول لیده-کاته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې ټکي په بیان ټینګار وکړ، چې له دې وروسته د ملي پولیسو منسوبین اړ ندي، چې ستونزو ته یې د رسیدګۍ لپاره قومي مشرانو او وکیلانو ته مخه کړي او زیاته یې کړه، چې د کورنیو چارو وزارت رهبري د پنجشنبې ورځې غرمه مهال د ملي پولیسو د منسوبینو ستونزو ته د غوږ اېښودنې لپاره ځانګړې کړې او دوی کولای شي په مسقیم او ښکاره ډول خپلې ستونزې د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي.
نن له غرمې وروسته هم ښاغلي اندرابي د ملي پولیسو د منسوبینو ستونزې واورېدې او اړونده چارواکو ته یې د لازمو لارښونو سپارښتنه وکړه.