لغمان کې له چاودېدونکو توکو د ډکې رېکشا له چاودنې مخنیوی شوی او بریدګر یې نیول شوی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۴۹
6

د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبینو نن سهار د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو د یوې ډکې رېکشا له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو په یاده رېکشا کې ۱۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې چاودنه ورکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې په قرغه‌يي ولسوالۍ کې کشف او له یوې خونړۍ پېښې مخنیوی شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې عامل نیول شوی او تر لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې دی.
د ترورېستي بریدونو په ځانګړې توګه د ځانمرګو او سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول د ترهګرو طالبانو جنایتکاره جنګي کړنلاره ده، چې تر ټولو زیات زیان یې ملکي خلکو ته اوښتی دی.