لغمان کې درې ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره ورځ ترهګرو طالبانو غوښتل چې د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند په شیخ صاحب بازار کې د تخریبي او ترهګریزو کړنو په موخه دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې ماین پرې چاودلی او په ترڅ کې یې درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه ملکيان ټپیان دي.
وژل شوي ترهګر د ماین جوړولو ماهرین وو، چې د لغمان ولایت په اړوند سیمو کې یې د بې ګنا خلکو د مرګ ژوبلې په موخه ترهګریز بریدونه طرح کول.