لغمان او فاریاب کې درې ترهګر طالبان ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
همداراز د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هم په المار ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی نیولی دی.