لسګونه کسان د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۵
zxczxv

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۳۴ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو په پکتیا، لغمان، پروان، کاپیسا، کندوز، جوزجان، بلخ، بدخشان، نیمروز او کونړ ولایتونو کې نیولي دي.

د امنیتي مسؤولینو په وینا، له نیول شویو کسانو څخه ۹۵۰ دانې نشه‌يي ټابلیټونه، تر پنځو کیلوګرامو زیات تریاک، دوه کیلوګرامه چرس او یو کیلوګرام شیشه هم ترلاسه شوې ده. یاد کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته د دوسیو له ترتیب سره سم عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.