قاري روح الله عبیده د کابل هوايي ډګر قومندان وټاکل شو.

په همدې موخه د کابل هوايي ډګر د کنفرانسونو په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې مولوي زین الله عابر د کابل هوايي ډګر د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، هر کارمند چې وظيفه په غاړه اخلي او په دنده ګمارل کيږي په دنيا او آخرت کې حساب ورکونکی دی.
او د کابل هوايي ډګر له کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې د کابل هوايي ډګر له نوي قوماندان سره بشپړه همکاري وکړي.
د کابل د هوايي ډګر عمومي رييس په نظام کې تغیر او بدلون يو اصل وباله او د کابل هوايي ډګر د پخواني قوماندان له دندو څخه يې مننه وکړه.
د کابل د هوايي ډګر نوي قوماندان د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه د باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د کابل د هوايي ډګر د وضعیت د ښه والي لپاره به هر ډول هڅې وکړي.