فراه کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د فراه ولایت د جوین ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون نهه ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
پدې نښته کې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.