فراه کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۱۱:۵۰

تېره شپه د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
یاده نښته د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په پیر دنبال سیمه کې رامنځته شوې ده.
نښته کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.